د مومندو تنکي ځوانان او ماشومان مزدوریو ته اړ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومندو اجنسۍ، پنډیالۍ سیمې ولس د بې وزلۍ له وجې په خپلو تنکيو ځوانانو په کمعمرۍ کې د خاصه دارو نوکرۍ کوي، په نورو ښارونو کې یې د کارونو لپاره استوي. د دې ترڅنګ دغه کوچني ماشومان په مزدورۍ په خپله سیمه کې کاڼي باسي او یا په خوړونو کې شګې چاڼي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزی د خاصه دار ځواک د هغه دوو هلکانو کورونو ته ورغلی چې تېره اوونۍ په یوه یرغل کې وژل شوي ول. نوموړي په لار واړه هلکان هم لیدلي چې مزدوري کوي.