په اسلام اباد کې کلتوري مېله
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د ( لوک ورثه ) په نوم یو کلتوري مرکز د مورنیو ژبو د اهمیت په اړه دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د پاکستان د بیلابیلو سیمو نه ورغلو لیکوالو پکې برخه واخیسته. په دغه ادبي مېله کې د پاکستان پښتنو لیکوالو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د پاکستان دننه د ۱۵ و ژبو ویونکي ۱۵۰ لیکوال او شاعران ورغوښتل شوي وو. په غونډه کې ګډون کونکیو په دې خبره ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د قرارداد سره سم دې ماشومانو ته په خپلو مورنیو ژبو کې د زدکړو اسانتیاوې ورکړل شي