سعد حیدر وايي د رباب له لارې د امن پيغام ورکوم
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور وزير اباد سيمې د ۱۴م جماعت زده کونکی ۱۹ کلن سعد حيدر د رباب غږولو شوق لري.
نوموړی وايي چې د دري او پښتو د ځینو سندرو يو ريمکس ساز يې په رباب غږولی چې هدف يې د لر او بر ولس ته د اتفاق پيغام دی.
سعد حيدر د اردو يوې ورځ پانې ته د "امنګ" په سر خط کالم هم ليکي او وايي د رباب شوق يې په تعليمي هلو ځلو بد نه بلکې ښه اغيز لري.