د یتمې طیبې له کورنۍ سره مرسته وشوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روانې اونۍ د ګل په ورځ د مشال راډيو پر وېبسایټ او فېسبوک د یوې یتیمې طیبې ویډيو خپره شوه چې په ډوډۍ پلورلو خپله کورنۍ ساتي. له خپرېدو سره سم یو نامالوم کس له دغه کورنۍ سره هره میاشت نه یوازې د مالي مرستې ژمنه وکړه بلکې په لومړي سر کې یې نغدې پیسې هم ورکړې. طیبه چې پلار یې د ۲۰۱۰م کال په ډسمبر میاشت د مومندو په غلنۍ کې یوه ځانمرګي برید ترې یووړ، هره ورځ له خپله ښوونځي کور ته له ورتلو سره سم د ډوډۍ شکور پرسر د میا منډۍ بازار ته د پلورلو لپاره وړي چې خپل یتمیانې خویندې وروڼه پرې وساتي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزی پرې ویډیو کښلې