“د پېښور سکول او باچاخان پوهنتون پېښې پلټنې دې وشي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ارمي پبلک سکول د وژل شوي ماشومانو میدې او پلرونو غوښتنه کړې ده چې پر ارمي پیلک سکول او باچاخان پوهنتون د شویو ترهه ګرو بریدونو عدالتي پلټنه دې وشي. د سېشنبې پر ورځ پېښور پریس کلب کې د وژل شویو ماشومانو د کورنیو غړو پرېکړه وکړه چې د انصاف لپاره به عدالت ته ځي او په دریو ورځو کې دننه به په پېښور های کورټ کې د عدالتي کمیشن جوړولو لپاره یو خواست جمع کوي.