د باړې کنډکپر بازار د فبرورۍ پر پنځمه خلاصېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د باړې کنډکپر بازار به ژر پرانیستل شي

د خېبر اجنسۍ پولیټیکل اجنټ، ځایي مشرانو او سوداګرو ترمنځ د نهې په ورځ په یوه جرګه کې پرېکړه شوې چې د باړې بازار به په رسمي توګه د فبرورې له پینځمې نېټې بیا پرانستل کېږي، او په اولني پړاو کې به د سهار له اتو د ماښام تر پینځو بجو پورې پرانستی وي.

د خېبر انتظاميې چارواکي وایي، بازار ته یې د ننوتو لپاره څلور تلاشي پوستې جوړې کړې دي او د بیړني حالت لپاره یې ورته د ژوغورنې (ریسکیو) یو یو دوه دوه ډلې او امبولینس انتظامات هم کړي دي.

دوی وایي دغه بازار د وسوالو پرضد د پوځي عملیاتو له وجې له تېرو اوو کالونو راهیسې تړل شوی وو خو اوس به پکې ډېر زر کاروباري هلې ځلې پیل شي.