"د مومندو بې روزګاره ځوانان دې پر نوکریو ولګول شي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومندو اجنسۍ پړانګ غار تعلیمیافته ځوانانو او د سیمی مشرانو د تعلیم محکمې پر ضد په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د سیمې بې روزګاره باسوداه ځوانانو ته دې په خپله څانګه کې نوکریانې ورکړي. د مظاهرچیانو وینا وه چې حکومت د ښوونځيو استادانو نوکریو لپاره شرط ایښی وو چې کله په یو تحصیل کې د یو استاد څوکۍ خالي شي نو د هغې سیمی یو تن به نوکري ورکوي، خو پر هغه شرط عمل نه کوي. دوی وايي، له څو کالونو راهیسي د تعلیم محکمه په پړانګ غار کی د نورو تحصیلونو استادان ورلېږي خو د دوی تعلیمیافته ځوانانو ته نوکریانې نه ملاوېږي. د شاهنواز ترکزي ویډیو راپور