"نور د افغان مېرمنو بې برخې کولو دور تېر شوی دی"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیشن مشره ډاکټر سیما سمر وایي، هغه وخت تیر شوی دی چې په ټولنه کې به ښځې له حقونو بې برخې کېدلې. په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې بهیر په اړه د نوموړې وینا وه که سوله د انصاف او بشري حقونو پر بنیاد نه وي نوسوله نه ده. ډاکټر سیما وایي باید چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه دوامداره پاتي شي او افغانستان او پاکستان دواړو ته پکار ده چې له یو بل سره کښېني او خپل مشکلات هوار کړي. په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکارې رابعه اکرم خان له ډاکټر سیما سمر سره خبرې کړې او له هغې یې پوښتلې که طالبان د سولې روان بهیر په نتیجه کې د افغان حکومت برخه جوړېږي نو د ښځو راتلونکې څنګه ګوري؟