په اسلام اباد کې د دوو کسانو تر وژل کېدو وروسته احتجاج
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اسلام اباد په سبزي منډۍ کې د ناقانونه جوړښتونو پر ضد د انتظامیې په عملیاتو کې د دوو کسانو تر وژل کېدو وروسته احتجاج پای ته ورسېد.
د سبزي منډۍ د دوکاندارانو ټولنې مشر حاجي قیوم اڅکزي مشال راډیو ته وویل، د اسلام اباد ښاري انتظامیې نن سهار ناقانونه دوکانونه ورانول چې د یوه هوټل ورانولو پر وخت د بجلۍ تار پرې شو چې پکې دوه کسان ووژل شول.
اڅکزی زیاتوي، له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې د اسلام اباد ښاري انتظامیې یا سي ډي اې چارواکي د سبزي منډۍ مزدوران او واړه کاروباریان په مختلفو پلمو ځوروي. د سي ډي اې چارواکو د نننۍ پېښې یا احتجاج په اړه لا څه نه دي ویلي.