"دا اور پر پښتون بل دی، دا اور مړه کول غواړي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ګل په ورځ په پېښور پوهنتون کې د بېلا بېلو پوهنتونونو استادانو پر باچاخان پوهنتون د جنورۍ ۲۰مې نېټې د برید ضد یوه غونډه وکړه او له مړو ژوبلو زده کوونکیو، استادانو او نورو کارکوونکیو سره یې خپله خواخوږي وښودله او د هغې پېښې یې په کلکو ټوکیو غندنه وکړه. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې پر پوهنتونونو او تعلیمي ادارو د وسلوالو د نورو بریدونو د دهړکو روستو دې پوهنتونونه د هېواد یو اسټریټیجیکه اثاثه وګرځول شی او امنیتي ادارې دې د پوهنتونونو او تعلیمي ادارو امنیت دې یقیني کړي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث یې ویډيو رپوټ جوړ کړی دی