نن د جنورۍ په اتلسمه نېټه په کابل کې د افغانستان ، پاکستان، امریکا او چین د استازو دویمه څلور اړخیزه غونډه کیږي.
افغان چارواکي وايي په دې غونډه کې به له وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د بیا پیل پر لارو چارو بحث کیږي.
تمه کیږي په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشي چې د طالبانو له کومو مشرانوسره، کله، چېرته او څه رنګه خبرې وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل ددې غونډې لپاره یې تیاري کړې چې پکې به دافغانستان نه د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی، د پاکستان نه د خارجه چارو سیکتر اعزاز احمد چوهدري، دامریکا نه ځانګړې استازې رچرډ اولسن او د چین نه ځانګړې استازې /دینګ شي ژونګ/ ګډون کوي.
افغان چارواکي هیله من دي چې په دې غونډه کې به دافغانستان د سولې لپاره چوکاټ برابر کړې شي. دې لړ کې اولنۍ څلور اړخیزه غونډه تېره هفته په اسلام اباد کې وشوه.