کوټه : ځانمرګي برید کې ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن سهار د کوټې په سټيلایټ ټاون کې د پولیو ‌‌‌‌‌‌ډلو کارکوونکو او د هغوی د ساتندویه پولیسو سره په خوا کې چاودنه شوې، چې په نتیجه کې يې څوارلس کسان وژل شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي دا یو ځانمرګی برید و او په ترڅ کې یې ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي چې ۱۳ پکې د پولیسو سرتیري او یو د ملیشه ځواک غړی دی. په دې اړه د خدای نور ناصر ویډیو وګورئ.