کوټه: د افغان طالبانو یو قومندان وژل شوی دی

بېګا د بلوچستان مرکز په کوټه کې یوه استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو د پښین په جېلاني کلي کې پر مولوي عالم جان ډزې وکړې او ویې واژه. دی وايي، نوموړی په کندهار کې د وسله والو طالبانو مشر او د کوټې شورا مرکزي غړی وو. د مولوي عالم جان وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.