وچکالۍ او نه بجلۍ تیار باغونه ویجاړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په جنوبي پښتونخوا کې پرله پسې وچکالۍ او د برېښنا نه ختمېدونکي لوډشیډینګ په سیمه کې ګڼ باغونه وچ کړي چې له کبله یې باغوانان د خپلو ونو پرېکولو ته اړ شوي دي. دوی له حکومته غوښتنه کوي که یې په سیمه کې د اوبه بندونه ډېر کړل شي او د بجلۍ کمی له منځه یووړل شي نو باغونه به یې له وچېدو وژغورل شي. خو حکومتي وزیر وايي، چې دغه ستونزه د ډېمونو په جوړولو هواروي. له کوټې د مشال راډيو خبریال ویډيو رپوټ