یو کال وشو خو د وژل شویو ماشومانو د وینې تپوس نشته
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر آرمي پبلیک سکول د خونړي برید لومړي تلین په تړاو غونډه اله د ګډوډۍ ښکار شوه چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته د وینا کولو لپاره پورته شو.
د وژل ماشومانو پلرونو چې د شهدا فورم په نامه یادېږي پاڅېدل او پر صوبايي او مرکزي حکومت یې غوسه وکړه چې د یوه کال تېرېدو باوجود یې د وژل شویو ماشومانو د پلټنو لپاره هېڅ پلټنه ونه کړه.
دې غونډې پر مهال عمران خان د یوه وژل شوي ماشوم پلار فضل خان چې احتجاج یې کاوه سټیج ته وباله او هغه په خپله وینا کې غوښتنه کوله چې د پېښور برید پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمیشن جوړ کړل شي. پر دې مهال د صوبايي حکومت سپیکر د جوډیشل کمیشن (قضايي جرګګۍ) جوړولو غوښتنه ومنله چې د صوبايي اسمبلۍ کې د ټولو ګوندونو له پارلماني مشرانو سره به پر دې سلامشوره کوي.
د دغه ګډوډۍ وروستو د شهدا فورم مشر فضل خان ایډوکیټ او د وژل شویو ماشومانو ځینو نورو مشرانو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي
د غلام غوث ویډيو