“افغان حکومت پلټنې کوي چې د طالبانو مشر مړ دی که ژوندی”

افغان چارواکي وايي، د دې معلومولو هڅه کوي چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ژوندی دی او که څنګه؟

رپورټونه وايي، نوموړی په پاکستان کې د طالب قومندانانو په خپلمنځۍ ډزو کې سخت ټپي شوی وو.

د افغانستان مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم ویاند سلطان فیضي بېګا وویل، دوی ((د دې معلومولو هڅه کوي چې منصور مړ دی که ژوندی.)) ده وویل، له طالب قومندان ملا عبدالله سرحدي سره تر لفظي شخړې وروسته په ډزو کې ملا اختر منصور ژوبل شو او په خراب حالت کې وو.

طالبانو د منصور په اړه دا خبرونه په بشپړه توګه بې بنسټه بللي. خو په پاکستان کې یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي اژانس فرانس پریس ته وویل، د سې شنبې یا نهې پر ورځ له کوټې سره نېږدې، په ډزو کې ملا اختر منصور سخت ژوبل شو.

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د منصور د مړینې نه، البته د ژوبلېدو پخلی یې کړی.