پېښور کې د بې کوره ماشومانو لپاره کورونه پرانستل شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د «زموږ کور» په نامه نژدې ۲۱۶ کورونه د هغه ماشومانو لپاره ځانګړي کړل چې په لاروکوڅو کې بې سرپنا خپلې ورځې شپې سبا کوي. د ماشومانو پالنې د دغه نویو کورونو د پرانستنې پر مهال د صوبې اعلا وزیر پروېز خټک وویل چې په دې ځایونو کې به ماشومانو ته د صحت، تعلیم او ساعتېري اسانتیاوې هم ورکول کېږي. د غلام غوث ویډیو راپور