د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د وسله والو مخالفینو ډله ییزه برید د څلورو برید کوونکو په وژلو پای ته ورسیده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډيو ته وویل چې نن(پنجشنبه) سهار اووه بجې یوه تن برید کوونکي د ارغنداب د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته څلورو نورو وسله والو برید وکړه.
ښاغلي صمیم زیاته کړه چې دې برید یو نیم ساعت دوام وکړ چې د څلورو برید کوونکو په وژلو پای ته ورسېده.
هغه وویل چې په دې برید کې د ملي اردو یو ستیری هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.