وزیر اعظم نواز شریف ازبکستان ته ورسید

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن د یو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځنۍ سرکاري دوره ازبکستان ته ورسید.

نوموړی به ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف ترڅنګ د نورو لوړ پوړو چارواکو سره مهم ملاقاتونه ولري.

دواړه مشران به د دوه اړخیزو معاملاتو ترڅنګ د ترهګرۍ په اړه هم خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ازبکستان ته د نوازشریف سفر د وروڼوهیوادونو سره د اعلی کچې د روابطو د ساتلو تسلسل دی او دې سره به د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ښې شي.