د جرمني ډیپلوماټانو ویلي سږ کال کې به د ۴۳ فیصده افغان پنا غوښتونکو غوښتنې ومني.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وایي، سږ کال یو لاک او شپږ څلوېښت زره افغانان اروپا ته تللي چې له 80 زرو څخه ډېرو یې په جرمني کې د پنا لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
صلاح الدین رباني په دوشنبه ولسي جرګې ته په استجوابیه غونډه کې وویل چې د جرمني ډیپلوماټانو ورته ډاډ ورکړی چې په روان کال کې به د 43 فیصده افغان پنا غوښتونکو غوښتنې ومني.
نوموړي وویل، د بهرنیو چارو وزارت داسې هڅې پيل کړي چې اروپایي هېوادونه د قانون او نړۍوالو کانوانسیونونو خلاف افغان کډوال هېواد ته را ستانه نه کړي.
ولسي جرګې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو هوارولو په موخه د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران خپلې غونډې ته ورغوښتي.