“د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه دې له ولسه پوښتنه وشي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د قبایلي سیمو په اړه دې تر تړلو دروازو شا ته پرېکړې نه کېږي بلکې له ولسه دې پوښتنه وشي. د پنجشنبې پر مازیګر په پېښور کې د قبایلي سیمو راتلونکي اییني او قانوني حیثیت په اړه له مشرانو سره په جرګې کې وويل چې پر دې موضوع به د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره خبرې کوي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې څو ورځې مخکې د پاکستان وزیراعظم یوه کمېټي جوړه کړه چې د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه به خپلې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.