په کوټه کې خبریالانو احتجاج کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې يو شمېر خبریالانو د خپل یوه ملګري خبریال افضل مغل د تښوونې پر ضد د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاج وکړ او غوښتنه يې کوله، چې د ترهګرو په څېر دي خبریالان ونه نیول شي. خبریال افضل مغل چې تېره شپه د پاکستاني امنيتي ځواکونو کسانو له کور څخه تښتوولی، ماسپښين يې بېرته خوشی کړ. خو خبریالان وايي، دوي د ځواکونو له خوا د خبریالانو داسې شکنجه کول په سختو ټکيو کې غندي او ددې ډول پېښو پر ضد به بیا هم احتجاج کوي. خدای نور ناصر يې وډيو کښلې ده.