افغان ولسمشر اشرف غني په غور کې د یوې نجلۍ سنګسار پېښې پلټلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
تېر ماښام د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، دا پلاوی د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د بشري حقونو له استازو جوړ دی.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په غور کې د طالبانو تر ولکې لاندې په یوه سیمه کې ځېنو خلکو او وسله والو د رخسانې په نوم یوه ۱۹ کلنه نجلۍ د نامشروع اړیکو لرلو په تور سنګسار کړه.