د پکتیا د شپږو ولسوالیو لارې پر خلاصولو کار وران دی

د افغانستان پکتیا ولایت شپږو ولسوالیو ته د غځېدلي سړک د پرانیستلو لپاره کار روان دی چې کېدای شي د نن (شنبه) خلاص شي.

وسله والو طالبانو د جمعې پر ورځ دیوه غره په لمن کې د چاودنې په وسیله د څمنکنیو،لژه منګل،احمدخیلو،ځاځي آریوب، پټان او جاني خیلو ولسوالیو ته تلونکې لاره ځکه وتړله چې دغو ولسوالیو ته د امنیتي ځواکونو د ورتګ مخه ونیسي.

د پکتیا امنیه قوماندان پاسوال زلمي اوریا خیل د شنبې پر ورځ مشال راديو ته وويل چې سیمې ته امنیتي ځواکونو په رسیدو سره وسله والو طالبانو له مزاحمت پر شا شول او تښتېدل.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا هم څه نه دي ويلي.