د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر ویلي چې هیواد به یې په راتلونکو اونیو کې په شام کې خپل هوايي فعالیت زیات کړي.
اېش کارټر ویلي چې امریکا به د دې کار لپاره له خپل او ایتلافي اصافي او درنو هوايي بریدونو کار واخلي.
اېش کارټر دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د امریکا د سېنټ د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته په وینا کې کړې دي.
اېش کارټر دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې روس په شام کې د دې هیواد د حکومتي او ایرانیو ځواکونو په ملاتړ کې خپل هیوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی کوم چې یاغیان په نښته کوي.