"د سوات په بهرین کې دې تعليمي ادارې جوړې کړل شي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات تحصيل بهرين په لسګونه ځايي مشرانو په یوه جرګه کې له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې په بېړنۍ توګه تعلیمي ادارې پرانستل شي. جرګه وال وايي، د سيمې درې لاکه وګړي یې د تعلیمي ادارو له کمي سره مخامخ دي او پتېره د نجونو لپاره یې هېڅ تعليمي اسانتياوې نشته. په سوات کې د مشال خبریال نياز احمد خان یې ويډيو راپور کښلی