د فاټا ایني بڼې اړولو لپاره وزیر اعظم ته وړاندیزونه استول شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان وفاقي حکومت د فاټا ایني حثیت بدلولو لپاره هلې ځلې پېل کړې دي. په دې لړ کې د سیفران وزارت وزیراعظم نوازشریف ته وړاندیزونه کړي چې په درې پړاونو کې دې د قبایلي سیمو بدلون وکړي. په دې اړه د مشال راډيو خبریال سیراج ظهیر د فاټا له پارلیماني غړيو او مشرانو سره خبرې کړې.