د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په بغلان کې د هغو خلکو ستاینه وکړه چې له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره یې وسله اخیستې ده.
ښاغلي رباني د جمعې پر ورځ بغلانیان د وحدت، عزت او حیثیت د دفاع سرلاري و بلل او زياته يې کړه چې هغه شوراګانې چې د کندز تر سقوط وروسته جوړې شوې، د دې خاورې د دفاع لپاره دي او د بغلان خلک د ټول افغانستان لپاره يو مثال دی.
ویل کېږي چې په بغلان کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسانو وسلې اخیستې او وايي چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ فعالیت کوي.