د اروپايي ټولنې کمېسیون مشر ژان کلاد یونکر ویلي، اروپا باید له روسیې سره خپل اړیکي سم کړي.
تېر ماښام د جنوبي جرمني په وړوکي ښار پساو کې د خبرو پر مهال یونکر وویل، له روسیې سره باید ((مناسب او ملایم)) چلند وشي.
ده وویل، دوی باید ((له روسیې سره د حقیقي اړیکو لپاره هڅې وکړي.)) یونکر دا هم وویل چې دوی د دې اجازه نشي ورکولای چې ((له روسیې سره دې د دوی اړیکي د واشنګټن په وینا یا خوښه وي.))
ده وویل، روسیه هم باید ((لوی پرمختګونه وکړي)) او دا چې په اوکراین کې د مسکو رول د منلو وړ نه دی.