" پښتانه په کراچۍ کې له پوځي عملیاتو خوښ دي "

په کراچۍ کې د پاکستان رېنجرز ځواک

کراچۍ نه یوازې د پاکستان تر ټولو لوی او صنعتي ښار دی بلکې د ابادۍ له پلوه پښتانه هم تر بل هر ښار په کراچۍ کې په زیات شمېر ژوند کوي.

پراګ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې له تېرو شاوخوا درو کلونو راهسې پوځ هدفي عملیات کوي د کوم په اړه چې په ځانګړې توګه سیاسي او مذهبي ګوندونو کې بېلا بېل نظرونه موجود دي.

د پاکستان د مرکزي او سیند د صوبايي حکومت او هم داسې پوځي چارواکي ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې د جرمونو مخنیوي او امن پر ځای کولو په لړ کې د پام وړ لاسته راوړنې کړې دي.

کراچۍ نه یوازې د پاکستان تر ټولو لوی او صنعتي ښار دی بلکې د ابادۍ له پلوه پښتانه هم تر بل هر ښار په کراچۍ کې په زیات شمېر ژوند کوي.

چې کله به هم په کراچۍ کې حالات خراب شو نو هلته مېشتو پښتنو به شکایت کاوی چې د دوی د کاروبار او عام ژوند له اغېزمن کېدوسره سره دوی وژل کېږي هم.

خو له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهسې په دې ښار کې د جرمونو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پوځ له خوا د هدفي عملیاتو له دوام سره په ظاهر په دې ښار کې د پخوا په پرتله ارامي ښکاري.

د عوامي نشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي ‌سید وايي ، تر هر چا وړاندې د دوی ګوند په کراچۍ کې د امن لپاره د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې وه.

د شاهي سید په وینا ، په کراچۍ کې امن نه یوازې د دې ښار د اوسېدونکو بلکې د ټول پاکستان لپاره ګټور دی.

نوموړي وویل ، په کراچۍ کې امن ځکه د ټول پاکستان لپاره مهم دی چې د ملک د لویو کاروبارونو او بېنکونو د مرکزونو تر څنګ د ملک تر ټولو لوی سمندري بندرګاه هم دلته دی.

شاهي سید وویل ، په کار ده چې په دې ښار کې د جرمونو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو داسې بې طرفه تګلاره خپله کړل شي چې د تل لپاره په کراچۍ کې امن پر ځای پاتې شي.

د کراچۍ پر حالاتو نظر لرونکی او لیکوال اجمل خټک کشر وايي ، په کراچۍ کې عملیاتو ټولو بې ګناه خلکو ته ګټه رسولې ده.

اجمل خټګ کشر وویل ، دلته چې تر اوسه کوم امن پر ځای شوی دی د هغه ګټه د دې ښار ټولو وګړو ته رسېږي او ټول خلک په دې خوشاله دي چې د ترهګرو او مجرمانو پر ضد عملیات شوي او روان دي.

اجمل خټک کشر وايي په دې کې شک نشته چې پښتنو ته تر نورو قامونو یو څه زیاته ګټه رسېدلې ده هغه ځکه چې اوس د پخوا غوندې نه وژل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهسې پښتانه او نور بې ګناه خلک ځان خوندي احساسوي او دلته کاروبار هم بیرته وده کړې ده.

څه موده وړاندې په کراچۍ کې او په ځانګړې توګه د دې ښار په پښتنون مېشتو سیمو کې د وسله والو طالبانو د پراخ شتون په اړه تود بحث روان وو.

د کراچۍ پر حالاتو بل نظر لرونکی او لیکوال ضیاء الرحمان وايي ، داسې ښکاري چې په کراچۍ کې طالبان ځپل شوي هغه ځکه چې اوس یې د پښتنو په سیمو کې اغېز کم شوی دی.

ضیاء الرحمان وویل ، د پښتنو په سیمو کې د نور ژوند عادي کېدو تر څنګ عوامي نشنل ګوند او د پولیو ضد کار کوونکو ډلو هم خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د شاهي سید ، اجمل خټک کشر او ضیاء الرحمان په وینا ، که څه هم اوس خلک خوشاله دي خو په دې اړه اندېښنې شته چې حالات به په راتلونکي کې بیا خراب شي.

د امنیتي چارو کارپوه بریګېډیر سعد محمد خان وايي ، په کراچۍ کې تل پاتې امن سیاسي حل غواړي.

بریګېډیر سعد محمد خان وویل ، پوځ خو تل په کراچۍ کې نشتي پاتې کېدای ، د دې ستونزې حل به په دې ښار کې نفوذ لرونکي سیاسي ګوندونه لټوي.

د بریګېډیر سعد محمد خان په وینا ، په کار ده چې سیاسي ګوندونه د خپلو هغو غړو پر ګامونه واخلي چې په جرمونو او یا ترهګرو سره لاس لري او دا کار په حکومتي ادارو کې هم په کار دی.

په کراچۍ کې د روانو هدفي عملیاتو ملاتړ د واکمن پپلر ګوند او عوامي نشنل ګوند تر څنګ زیاتره غاړې کوي خو یوازې متحده قومي موومنټ ګوند شکایت کوي چې د سیاسي موخو لپاره د دوی غړي په نښه کېږي.

د متحده قومي موومنټ ګوند چارواکي تور لګوي چې دا عملیات یوازې د دوی د ځپلو لپاره پیل شوي دي خو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چودري نثار علي خان په وار وار دا تور رد کړی دی.

پاکستاني حکومت په ۱۹۹۲م کال کې هم د کراچۍ په ښار کې د جنايي ډلو پر ضد پراخ عملیات کړي وو تر کوم وروسته چې په دې ښار کې د څو کلونو لپاره حالات برابر شوي وو.