تر الکوزي صاحب وروسته لومړی اختر

نن هم اختر دی خو هغه دروند غږ، هغه درانه قدمونه او هغه خندنۍ څېره په نظر نه راځي .... الکوزی نشته.... وايي خاورو ته سپارل شوی دی

ملګرو لوی اختر مو مبارک شه!

که څه هم د پردېس اخترونه هسې نه وي لکه د کور، کلي او وطن هغه چې وي . ملګري يو بل ته په لارو کوڅو او حجرو جوماتونو کې غاړې ورکوي او خپل خپلوان د یوه بل کورونو ته ورځي.... له وړو، لويانو او سپینسرو او سپینږیرو سره د اختر مبارکيانې کوي.... خو په پردېس کې هم بيا ځینې خلک داسې وي چې پر داسې موقعو نه يوازې خپل اخترونه ښایسته کوي بلکې د نورو ملګرو، خپلو خپلوانو، يارانو دوستانو او ان تر دا چې د ماشومانو د خوشاليو فکر هم ورسره مل وي. د دغه خلکو له ډلې يو زموږ دروند او مينه ناک ملګری ارواښاد جان آقا الکوزی هم وو چې شاوخوا دوه اوونې وړاندې يې تر لنډې ناروغې وروسته د اسټریا په ويانا کې د تل لپاره سترګې پټې کړې.

اختر خو راغلی يار مې نشته

زه به بې ياره اختر څنګه تېرومه

نن سهار چې زموږ د ازادۍ راډیو څانګې مشر هاشم مومند صاحب د تېرو اخترونو په څېر، د خوږو دوه تالونه په لاس کې نیولي ول او دفتر ته راغی نو یو تال یې د ازادۍ راډیو ملګرو ته ورکړ او بل یې د مشال راډيو هغو ته. خو دا ځل مومند صاحب وویل: دا د الکوزي صاحب د روح د ثواب لپاره دي:

څه ....څه...؟

د الکوزي صاحب ....!! د روح .... ثواب ....؟ آه!

لکه د نورو ملګرو په څېر زما سترګې هم نمجنې شوې خو حوصله مې په ځای وساتله او د خوږو تال مې واخیست او د مشال راډیو ملګرو کارځای ته ولاړم.

نور کله به چې کوم ملګري داسې کورني خواړه راوړل نو ټول ملګري به پر ورمات شول او په لږه شېبه کې به ټول خواړه وخوړل شول – خو نن ملګرو دې خوږو ته لیدل او داسې برېښېده لکه لوږه یې چې ختمه شوې وي:

دا ته چې تلې خو اخر لاړې

جانانه ځان سره دی يوړل اخترونه

ماته ياد دي تر اختر يوه ورځ وړاندې او يا هم د اختر په ورځ به الکوزي صاحب کاغذ په لاس د ازادۍ او مشال راډيو په ملګرو ګرځېده او يو يو ته به ويل چې په پلاني ځای کې په دا وخت غونډه جوړوو او له خپلو ماشومانو سره به راځئ.

او بيا د غونډې پر ورځ به الکوزی صاحب داسې په منډو سر وو چې خپل ځان او بچي به يې هېر ول او د همکارانو او د هغوی د بچېو لپاره به یې کبابونه جوړول، اور به يې لګاوه او د يخو اوبو او شربتونو بندوبست به کاوه.

بيا د غونډې په ختمېدو به چې ملګري خپلو خپلو کورونو ته روان شول نو د سامانونو ټولولو کار به الکوزي صاحب ته ور په غاړه شو. دی به تر اخره ولاړ وو او ټول شیان به یې ټول کړل.

نن هم اختر دی خو هغه دروند غږ، هغه درانه قدمونه او هغه خندنۍ څېره په نظر نه راځي .... الکوزی نشته.... وايي خاورو ته سپارل شوی دی .... او ریښتيا هم الکوزی نشته..... خو بيا زه وايم چې الکوزی ژوندی دی .... دملګرو په زړونو کې... په نظرونو کې ..... په خيالونو کې .... ځکه چې:

مړه هغه چې نه يې نوم نه يې نشان وي

تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي