په پېښور کې مېشت د شمالي وزيرستان زده کونکي وايي د حکومت لخوا اعلان شوې مرستې ورته نه ورکړل کېږي.
خان بهادر چې د شوال سيمې وسيدونکی دی مشال راډيو ته يې وويل دا يې څلورم اختر دی چې په کډوالۍ کې يې تېروي خو د ده په خبره د حکومت لخوا ورسره هېڅ مرستې نه کېږي.
نورو يو شمېر زده کوونکو مشال راډيو ته ویلي دي چې په شمالي وزيرستان کې د دوی کالجونه تړلي دي او دوی ته حکومت اعلان شوې مرستې نه ورکوي.
حکومتي چارواکي وايي په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله شاوخوا اتيا زره زده کوونکو د تعليم اغېزمن شوی دی.