د ولي خان پوهنتون مشر احسان علي ویل، پلټونکو یې لسم تولګی نه دی ویلی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په د خان عبدالولي خان پوهنتون مشر ډاکتر احسان علي چې د قامي احتساب ادارې له لوري د واک ناسم کارولو په تور نیول شوی، یوه میاشت وړاندې «اګست یولسمه نېټه» د مشال راډيو له خبریال پامیر ساحل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې د خېبر پښتونخوا حکومت د یونیورسټیو په اندروني چارو کې یې دومره سیاسي مداخلت کوي چې د خپلې مسلکې دندې پرمهال یې دغه ډول لاسوهنه کله نه وه لیدلې. د درغلیو تورونو په اړه ډاکټر احسان علي وايي، د دوی پلټنه داسې خلک کوي چې هغوی تر لسم تولګی نه وي ویلي.