افغان چارواکي وايي چې چين ورته ويلي دي چې د سيمې د امنيت لپاره به پر پاکستان خپل اغېز کاروي.
د افغانستان د ملي امنيتشورا له خوا ننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا خبرې کابل کې د چين سفير دنګ شیجونګد افغان ولسمشر د امنيت سلاکار او د يادې شورا مشر حنيف اتمر سره په يو ملاقات کې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په کابل کې دنګ شی جون او حنیف اتمر په روانو امنيتي او سياسي حالاتو خبرې وکړي. د خبرپاڼې تر مخه د چین سفیر همداراز زیاته کړي چې هېواد یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو او وسایلو د مرستې پر ژمنې ولاړ دی او په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغان دولت له تګلارو او نوښتونو ملاتړ کوي.
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له افغان دولت سره په بېلابېلو برخو کې د چین له همکاریو د مننې تر څنګ و ویل چې: ((د چین د ولسي جمهوریت له خپل سیمه ییز نفوذ څخه په ګټه اخېستنې یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هلو ځلو ملاتړ ته هڅولای شي.))
تر اوسه پورې پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې همداراز زياته شوې چې حنیف اتمر د چين سفير ته وويل چې هيواد يې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخیز درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی. اتمر زياته کړې چې له ګاونډیو هېوادونو هم ورته تمه لري.
د يادونې وړ ده چې چين دي وروستيوو کې پاکستان سره د اقتصادي لارې د يوې پروژې په کولو سره د ۴۶ بيليونو ډالرو سرمايه کاري کوي. په دي وروستيوو کې يې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په چين کې مذاکرات جوړ کړي وو. افغان چارواکي تمه لري چې چين به پر پاکستان خپل اغېز استعمال کړي تر څو طالبان د اسلام اباد په وينا له جګړې لاس واخلي.
پاکستان بيا وايي چې پر طالبانو ډېر زيات اغېز نه لري خو دومره اړيکې ورسره لري چې کولی شي مذاکراتو ته يې کښينوي.