کوټه: تجارانو د ملېشه ځواکونو پر ضد لاريون وکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې نن په لسګونو تجارانو د دغه ښار له ډبل سړک څخه بیا تر باچاخان څلورلارې پورې لاريون کړی او غوښتنه يې کړې چې نور دې د پاکستان ملېشه ځواکونه تجاران تنګول بند کړي. د تجارانو په خبره ملېشه ځواکونه له دوی څخه لومړی پر جوړو شوو امنيتي پوستو رشوت اخلي او وروسته چې يې سامان کوټې ښار ته را ورسېږي، نو بیا يې ورڅخه قبضه کړي. په دې اړه د خدای نور ناصر ویډیو وګورئ.