پاکستان افغان سفیر جانان موسی زی احضار کړ

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر

پاکستان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير جانان موسی زی احضار کړ او پر ډيورنډ کرښه يې د خپلو پوځيانو د مړينې له امله ورته احتجاج وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي مقاماتو د يکشنبې په ورځ وويل، چې ترورېستانو په خيبر ايجنسۍ کې له افغان خاورې پر پاکستاني پوستې راکټي بريد کړى، چې په نتيجه کې يې ٤ پوځيان مړه او ٤ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان حکومت دا پېښه غندلې، دا يې د دواړو هېوادونو خپلمنځيو اړيکو لپاره زيانمنه بللې او له کابله يې غوښتي، چې په دې اړه دې تحقيقات وکړي. په دې اړه نور تفصیل په دې اډیو راپور کې چې له پېښوره ذبیح شفق را استولی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جانان احضار شو

دا په داسې حال کې ده چې د لشکر اسلام وسله والي ډلې یو ویاند ویلي چې د خیبر ایجنسې د اخوندوالا په چیک پوسټ برید دوی کړی دی.