''پاکستان دې نور په افغانستان کې لاسوهنه ودروي''

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عثمان کاکړ ویلي، باید په پاکستان کې له پوځ، پولیسو، اېف سي او لېوي ځواکونو پرته نورې شخصې ملېشې، وسله والې ډلې او ټوپکسالاران فعال نه وي. نوموړي دا خبره په سېنېټ کې د هغه تحریک په تړاو وکړه چې د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر د چارشنبې یا شورو پر ورځ وړاندې کړی وو او پکې له حکومته غوښتنه شوې چې تر بندیز لاندې هغو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په نورو نومونو یا د خیر ښېګڼې په پلمه کار کوي. رابعه اکرم خان مالومات راکوي.