د باړې کډوال وايي حکومت راسره مرستې نه کوي او کورونه مو هم ویجاړ پراته دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر ايجنسۍ د باړې بې کوره کړل شوي خلک وایي د ستنېدو مرکزونو د کموالي په ګډون يو شمېر ستونزې لري. دوی وايي مالي مرستې ورسره نه کېږي او کورونه یې هم وران ویجاړ پراته دي. بلخوا د قبایلي سیمو لپاره له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وایي د باړې يوشمېر کډوالو ته مالي مرستې رسول شوې دي او چې کومې مرستې نه دي رسيدلېد هغې په اړه پلټني کوي. ياده ده وي چې په باړه کې د وسله والو پرضد د اوږدې مودې تر عملياتو وروسته حکومت په دغه سيمه کې د خپلې واکمنۍ د بحالولو ادعا کوي.