زابل کې د هېليکوپټرې له نسکورېدو ۵ افغان پوځیان وژل شوي

په زابل کې د ملي اردو د یوې هیلوکوپترۍ د لوېدو په پيښه کې پنځه افغان پوځیان وژل شوي دي.

د زابل والي محمد انوراسحق زي ازادي راډيوته وویل چې د افغان پوځ دا هیلیکوپتره نن له غرمې مخکې د شینکۍ او نوبهار ولسوالیو ترمنځ رالویدلې ده.

اخوا د دفاع وزارت هم تایید کړې چې یوه هیلیکوپتره یې د تخنیکي ستونزو له امله په زابل کې لویدلې ده خو په اړه یې څیړنې روانې دي.

له بلې خوا په جنوب کې د افغانستان د ملي اردو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیوته ویلي چې په دې پيښه کې اولس افغان پوځیان وژل شوي دي.