“د پاکستان ازادۍ ورځې لمانځنه د مرستو په شرط”

د شمالي وزیرستان مشران وايي، که حکومت د روانې میاشتې تر یوولسمې نېټې د پنځو تحصیلونو بندې کړې مرستې بحال نکړې نو د پاکستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځې په توګه ولمانځي.

د اتمانزی دا مشران وايي، حکومت د شوې ، سپین وام ، ګړیوم ، رزمک او دوڅلي پر کډوالو مرستې بندې کړې دي.

په قبایلي سیمو کې د پرمختګ اداره وايي ، دا پرېکړه د پاکستان مرکزي حکومت کړېده. د هغوی له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.