''په فاټا کې دې اصلاحات عملي کړل شي''

ایکسپریس ټریبیون قبایلي سیمو کې په عدالتي نظام په یوه اداریه کې لیکلي دي چې اوس وخت راغلې دي چې په قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي کړل شي او دا سیمې د هیوادد نورو برخو په شان په قامي بهیر کې شامل کړل شي.

ایکسپریس ټریبون لیکي ــــ د پاکستان د سینيت یوې کمیټې د خیبر ایجنسۍ د اتلس کلن معاذ خان د کورنۍ یو خواست د اوریدنې لپاره منظور کړیدې. ددغه کورنۍ غړي وايي چې معاذخان د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسېد خیبر ایجنسۍ انتظامیې بندي کړیدې ، ظلم زور ورسره کوي او جرګې ته يي هم نه وړاندې کوي.

ورځپاڼه لیکي ـــ د معاذخان معامله دا خبره په ګوته کوي چې د قبایلي سیمو په قانون فرنټیر کرایمز ریګولیشن یا ایف سي آر کې د اصلاحاتو ضرورت دی. د ایف سي آر د لاندې پولیټیکل ایجنټانو ته ډیر واک ترلاسه دی او هغوي د قبیلې د یو غړي په ګناه کې ټوله قبیله د تورو تنبو شاته کولې شي.

په اداریه کې راغلي دي چې قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت تیرکال یوه کمیټه جوړه کړه ـــ او دا تراوسه قبایلي سیمې په قامي بهیر کې د ګډولو لپاره سلا مشورې کوي.

د سینټ کمیټې ته د ترلاسه شوي راپور ترمخه اتلس کلن معاذخان د یو قبیلې د غړي سره د معمولي جګړې نه وروستو اونیول شو. د سینيټ کمیتې د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ او مرستیال پولیټیکل ایجنټ ته حکم کړې وو چې کمیټې ته وړاندې شي خو هغوي دواړه حاضر نه شو او خپل لیکلي بیانونه يي راولیږل.

د سینیټ پینل په لیکلي بیان خپله ناخوښي څرګنده کړه او د سیفران وزارت ته يي هم اولیکل چې باید معاذخان دوي ته وړاندې کړل شي.

ورځپاڼه لیکي ـــ د سینټ د پینل دا پریکړه د ستاینې وړ ده. ځکه چې تر ډیرې مودې د قبایلي سیمو انتظام د پولیټیکل ایجنټانو په خوښه اوچلید چې له کبله يي ځاي اولس د خپل حق خبره نه شي کولې.

اداریه په پاي کې لیکي ــ اوس وخت راغلې دی چې قبایلي سیمې د یوازیوالي نه راویستل شي او د هیواد د نورو برخو په شان په قامي بهیر کې شامل کړل شي.