افغان ځوانان باید د سولې خبرو کې مخامخ رول ولري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان ځوانان د سولې په بهیر کې د ټولنيزو رسنيو، ادبي، علمي غونډو او نورو چوترو «فورمونو» له لارې خپل کردار ادا کوي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابروي، نو خو بايد چې دوی ته د سولې په خبرو کې نيغ په نيغه رول ورکړل شي. دا څرګندونې په کوټه کې د ځوانانو فعالیت او پرمختګ په نامه د تنظيم مشر رازق فهيم د مشال راډيو همکار اسرار عالم مومند سره په مرکه کې وکړې. نوموړی وايي د نورو اندېښنو ترڅنګ افغان ځوانان دا هم اندېښنه لري، هسې نه په دې تېره څه لږه موده کې شوي سياسي او ټولنيز پرمختګونه یې سین لاهو شي.