د افغانستان د سولې عالي شورا وایي؛ د حکومت او طالبانو یو پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ سره وګوري.
د دې شورا د نړیوالو اړیکو مسوول، اسمعیل قاسمیار د جمعې پر ورځ وویل چې دواړه لوري د خبرو پر جزیاتو غور کوي.
د قاسمیار په وینا یوې خوا هم تر اوسه په خبرو کې خپل استازي نه دي څرګند کړي او ښایي به دا خبرې په چین کې وشي.
قاسمیار وایي چې د کابل پلاوي به هڅه وکړي چې مقابل لوری اوربند ته قانع کړي.