په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي ماموریت مرستیال مشر ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې اوس هم خلک وژل کېږي.
الکساندرهګ Alexander Hug د مالیزیا د هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د کلیزې په مناسبت په کییف کې په یوه خبري غونډه کې وویل:
کټ 071735 الکساندر هګ
(هغه څه چې یوکال وروسته لاهم زما ذهن ته راځي دادی چې لاهم ډېر لږ بدلون راغلی. د مالیزیايۍ الوتکې د ۲۹۸ مسافرو په څېر د دونباس Donbas خلک لاهم وژل کېږي او ځورېږي.)
د ام اېچ اولس پرواز ډېری مسافر هالنډیان وو، خو په الوتکه کې ۲۷ اسټرالیایان او څوتنه مالیزیایان هم وو.
د اسټرالیا، بلجیم، هالنډ، مالیزیا او اوکراین د جنايي کارپوهانو په ګډون یو ګډ ټیم اوس مهال د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي او ګومان کېږي چې دا ویډیو به په دې برخه کې له تحقیقاتو سره مرسته وکړي.
د اسټرالیا صدراعظم توني ابوټ پرون وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې دا الوتکه د روسي توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.