په عراق کې په یوه بمي حمله کې لږتره سل کسان چې پکې ماشومان هم شامل دي، وژل شوي.
چارواکي وايي، په خان بني سعد Khan Bani Saad ښارګوټي کې چې د بغداد په دېرش کیلومترۍ کې پروت دی دا چاودنه پرون په داسې حال کې وشوه چې خلکو د یوه مارکېټ په ګڼه ګوڼه کې د اختر لمانځنه کوله. په دې چاودنه کې پنځوس نور کسان ټپیان دي.
د دې ذمه واري اسلامي دولت وسله والي ډلي منلۍ او ويلي چې د ځانمرګي برېد کوونکي موټر له درې ټنه چاودېدونکي موادو بار وو. د دوی په وينا د برېد هدف رد شوي خلک چې اشاره يې شيعه ګانو ته وه، ده،