'د کوټې ښار ټي بي روغتون په میاشت کې دننه جوړ غواړو'

د سینې او ټي بي روغتون د پاکستان تر جوړېدو مخکې په ۱۹۴۲ عیسوي کال کې جوړ شوی

د بلوچستان های کورټ د نهې ورځ د صوبې صحت څانګې ته امر کړی، چې د دغه ښار پر منصفي سړک دې د سینې او ټي بي یوپخوانی روغتون ژر تر ژره بیرته بحال کړي.

د عدالت له خوا دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه، چې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان های کورټ چيف جسټس محمد نور مسکانزي د دغه روغتون دوره وکړه او د روغتون په نړېدو يې خواشيني وښوده.

د عدالت تر اورېدنې وروسته ايډيشنل ايډوکېټ جنرل شهک بلوڅ له رسنيو سره په خبرو کې وویل، عدالت د صحت څانګې مشرانو ته امر ورکړ، چې د روغتون ودانۍ نړېدلې برخه دې بېرته جوړه کړل شي او د پخوا په څېر دې یې بحال کړي.

؛ د نن په دې اورېدنې کې عدالت ډي جي هيلت راغوښتی وو، ايم ايس او د دغه روغتون انچارج او ټېکېدار ټول يې راغوښتي وو. ځکه چې تېر کال د همدې عدالت يوه فیصله راغلې وه، چې وکیل غني جان آغا عدالت ته يو درخواست ورکړی وو، چې په دې روغتون ځمکنیونکي «لينډ مافیا» قبضه کول غواړي؛.

د شهک بلوڅ په خبره د عدالت تردې پرېکړې وروسته هم د ځينو کسانو له خوا د دغه روغتون د نړېدو کار پېل شو، او له بېلا بېلا لارو يې پر دغه روغتون د قبضه کولو هڅه وکړه.

د بلوچستان هايي کورټ له خوا په دې اورېدنه کې اړونده ټولو چارواکو ته امر وشو، چې په يوه مياشت کې دننه دې روغتون ته ټول ډاکتران، سټاف او هرڅه ورکړي، او بايد په مياشت کې دننه يې نړېدلې ودانۍ بېرته جوړه کړل شي.

د ویلو وړ ده چې همدا د سینې او ټي بي روغتون د پاکستان تر جوړېدو مخکې په ۱۹۴۲ عیسوي کال کې جوړ شوی، او له هم هغه راهیسې فعال روغتون وو، چې يو کال وړاندې د ځينو خلکو له خوا د دغه روغتون پر ځای د تجارتي مارکېټ د جوړېدلو هڅې پېل شوې.