د شمالي وزيرستان تر یو لک زیات زده کونکو راتلونکې په تیاره کې دی

د باچا خان تعلیمي مرکز کې د شمالي وزیرستان کډوال زده کوونکي

ښاغلي داوړ په وزیرستان کې پر تعليم تحقيق کړی وايي، له لسو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ او کرفيو له وجې تعليم ته ډېر زيان رسېدلی دی.

د شمالي وزيرستان هغه يونيم لک د سکولونو او کالجونو زده کونکي چې کډوال دي، يو کال يې ضايع شو او يو کال نور يې روان دی او ضايعه کيږي. همداراز د شمالي وزيرستان د څه باندې لس لکه کډوالو په زرګونو ماشومان چې سږکال يې عمرونه د سکولونو د تلو شوي، حکومت ورته هېڅ قسمه تعليمي بندوبست نه دی کړی.

دا څرګندونې د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې له يادې سيمې سره تعلق لرونکی ليکوال احسان داوړ کړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزيرستان تر یو لک زیات زده کونکو راتلونکې په تیاره کې دی

ښاغلي داوړ چې په ياده سيمه کې يې په تعليم باندې تحقيق کړی وايي، له لسو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ او کرفيو له وجې تعليم ته ډېر زيان رسېدلی دی.

همداراز په ځوانانو غږ خپرونه کې بل ميلمه امتياز وزير چې د عوامي نېشنل ګوند د زده کونکو سازمان پښتون سټوډنټس فېډريشن د ټول پاکستان مشر دی او له وزيرستان سره تعلق لري، وايي که څه هم د شمالي وزيرستان د کډوالو خپلو سيمو ته ستنېدل پېل شوي خو د ده په خبره هلته کې د وران کړل شوو تعليمي ادارو د بحالۍ لپاره هېڅ نه دي شوي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه له حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړو خو بريالي نه شو البته مخکې د قبايلي سيمو د تعليم چارواکو مشال راډيو ته ويلي ول چې دوی د خېبر پښتونخوا په سکولونو کې د کډوالو ماشومانو لپاره د تعليم پروګرام برابر کړی دی.

د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی