افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان هغه مهال د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ په ترانزیتي مرکز بدلېدای شي چې معیاري سړکونه ولري.
ده په افغانستان کې د سړک جوړولو کېفیت ټیټ او بیه لوړه وبلله، ویې ویل چې د دوهم لاس قرادادونو مخه به ونیسي او د کېفیت د کنټرول ترڅنګ به نوي قرادادونه په دقیق ډول وڅېړي.
ښاغلي غني دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د اوهایو پوهنتون له افغان څېړونکي ډاکتر(ښاد څرګند) سره په کتنه کې وکړې.
ښاغلي څرګند د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د افغانستان د سړکونو د کېفیت په اړه په خپله وړاندې کړې طرحه کې ویلي چې د معیاري سړکونو د جوړولو لپاره د یوه لابراتوارجوړول ضروري دي څو د افغانستان د بېلابېلوسیمو اقلیم وارزول شي.
ډاکټرڅرګند په اوهایو ایالت کې د سړک جوړولو په برخه کې ډېره تجربه لري.
نوموړي وویل، د ده د طرحوله مخې به د سرکونو په ډیزاین او جوړولو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.