د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کړی، د هند پر هغه بیان دېغور وکړي چې د ختیځ پاکستان په لانجه کې یې د ښکېلدو اعتراف کړی دی.
نن سېشنبه د خارجه چارو وزارت پر خپله ویب پاڼه د خپل ویاند قاضي خلیل الله له خولې لیکلي، بنګله دېش ته د هند وزیراعظم نرېندر مودي په خپل سفر کې دا منلې وه چې د هند حکومت په ۱۹۷۱م کال د ختیځې صوبې په لانجه کې ښکېل وو، او داخپله د پاکستان هغه دریځ ریښتونی ثابتوي چې هند دیو مستقل ګاونډی هیواد پر وړاندې منفي کردار ترسره کوي.
د هند وزیراعظم د اتوار په ورځ په ډاکه پوهنتون کې د خبرو پر مهال ویلي وو ، پاکستان ترهګرې پر مخ وړي او په مسلسه توګه هند ته ستونزې جوړوي.