د اسحاق خان هنر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اسحاق خان د موسیقۍ د هنر سره بې کچه مینه لري او له یوې مودې راهیسې د ښو شعرونو د سندریز کولو تکل یې پیل کړی او ډیر کله یې هڅې د مینه والو لخوا ستایل شوي دي. که څه هم نوموړي د موسیقۍ د سر او تال سره اشنايي په پېښور کې پیداکړې خو داچې دامهال د مساپرۍ شپې د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې تیروي او د مشال راډیو سره همکاري کوي، دلته یې هم خپل د خوښې مسلک ته شا کړې نه ده او وخت ناوخته غږیز او ویډیويي کلیپونه مخې ته راوړي. د اسحاق خان تازه ویډیو کلیپ یې چې تاسو د مشال راډیو په ویب پاڼه هم کتلای شئ، د هغه تازه هنرې هڅې تاسو ته ښکاره کوي.